امارت اسلامي په ځاى ددې چې سياسي بصیرت نه ناخبره علماوو ته توجه ورکړي د امت دانشورو علماوو په مشوره د ولس مشروع غوښتنو ته پاملرنه وکړي . عليا مصالح باید په نظر کي ونيول شي . چې د اختلاف په ختمولو کې ډېر صحيح احادیث له پامه غورځول کېږي دلته هم باید بعضې مسایلو کې تسامح وکړل شي..
@RuhillahSafi-rn6yd
8 сағат бұрын
فاطمی صاحب ؛ که چیرې اسلامي امارت نه د خلکو حقوق ته غاړه ږدی ، نه د علماوو خبرې منی او افغانان د دوې د لاسه وطن پريږدي او داسی نور نو بیا ولي د مقاومت د جبهی چه په بهر کی تبعیدی حکومت جوړوی مخالفت کوې هغوې خو هم ستا له نظره سره یو دی ؟
@AhmadAli-ez8db
3 сағат бұрын
ښاغلي فاطمي د اوسني حکومت لپاره د اصلاحاتو وړاندیز وکړ او هغه څه چې وايي په بشپړ ډول رښتیا دي. آیا دا د ملت هیله نه ده چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي؟ آیا اساسي قانون د ملت هیلې نه ده؟ ایا د کار پیدا کول د ملت هیله نه ده؟ ايا د ښځو ضد احمقانه محدوديتونه چې د اسلامي ارشاداتو او حنفي فقهې خلاف دي د خلکو غوسه راپارولې؟ حکومت داری په نصوارو اچولو او په تلیویزیون که دا وایل " ډیر ښه امنیت ده" نه خلاصه کیږی. خلک ډوډۍ غواړي، په اسلامي حدودو کې فردي ازادي غواړي. هیڅ افغان تښتیدلی غله نه خوښوي او نه یې ملاتړ کوي، خو که اوسنی حکومت ځان اصلاح نه کړي، هماغه تښتیدلی غله به یو ځل بیا پر ولس واکمن شي او دا ځل به د ملایانو ږیره پری چپه تراش کړی او هر ځای به چې ملایان ووینی په ډبرو به یې ولی.
Пікірлер: 3