بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د کانونو او پټرولیم وزارت تازه ټاکل شوی سرپرست وايي، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله کانونو دي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو کم کړي او دا کار هغه مهال کېږي چې کانونه په ښه توګه مدیریت شي.
ملا هدایتالله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د یاد وزارت کارمندانو ته او شېخ شهابالدین دلاور د سرې میاشتې ټولنې د رییس په توګه د یادې ادارې کارکوونکو ته نن د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ور وپېژندل شول.
بدري د معرفي کولو په غونډه کې وویل، تغییر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په دې کور کې به هر څوک خپل مسوولیت د مشرتابه له لزوم دید سره سم ادا کوي.
Негізгі бет بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي
Пікірлер: 3