د کابل پولیسو په تېرو ۱۲ میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۷۲۲ کسان نیولي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د کابل امنيه قومانداني وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې ۲۳۵۵ کسان د ۲۰۰۰ جنايي پېښو، ۵۲ «په شريرو پېښو کې د لاس لرلو» او ۳۱۵ کسان یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه کسان د تېر کال د زمري ۲۴مې له تحول وروسته نیول شوي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
د ځدراڼ د معلوماتو له مخې، پولیسو په یاده موده کې ۱۴ کلاشينکوفونه، ۱۶ تومانچې، درې چرهيي ټوپک، يوه پيکا، نهه میله بېلابېل ډول وسلې، ۱۲۹ د درنو وسلو مرمۍ، ۲۳ لاسي بمونه، د پيکا ۲۵۰ مرمۍ، يو پوځي موټرسايکل او لس مخابرې ترلاسه کړې دي.
د ده په وينا، د نشه یي توکو پر قاچاق له نیول شوو کسانو ۲۴۱ مبایلونه، ۸۵۴۳۷۳ افغانۍ، ۲۰۲۵۰ کلدارې او ۲۳ موټر او موټرسایکلونه ترلاسه شوي دي.
هغه وایي چې د کابل پولیسو په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۲۰۰ ګرامه کرسټال، نږدې اته کيلوګرامه هيرويين، نږدې ۲۱ کيلوګرامه شيشه، نږدې ۵۶۶۰۰ نشهيي ګولۍ (تابليتکا او ذيکپ)، ۱۴۹۲لېټره او ۸۹۳ بوتله شراب او ۲۵۶ بوتله بير، ۲۳۵ کیلوګرام چرس، ۱۰۵ کیلوګرام بنګدانه او نږدې ۸۸ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.
هغه وویل چې په یاده موده کې ۱۱۵۲۶ روږدي تداوي شوي او ۳۰۰۰ نور تر درملنې لاندې دي.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: / pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
/ pajhwoknews
instagram.com/pajhwok
/ pajhwok
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
# / pajhwokafghannews
Негізгі бет د کابل پولیسو په تېرو ۱۲ میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۷۲۲ کسان نیولي
Пікірлер: 36