د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
فاروق اعظم: د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو«مفسدینو» شاملول ناروا ده
د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ مشر ډاکټر فاروق اعظم وايي، تېر حکومت دوحه کې په ایماندارۍ مجلس ته نه و ناست، په خپله د نظام د له منځته تلو لامل شو او اوس د ړنګ نظام راپورته کول او له نړۍ سره یې تعامل وختغواړي.
دغه راز هغه وایي، له هېواده د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وتلو سره جګړه ختمه شوه، اوسکار باید اهلو کسانو ته وسپارل شي، خو که نړۍ د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو «مفسدینو»شاملول غواړي، نو دا بیا له ولس سره یوه ناروا ده.
د تېر حکومت جوړښت او ړنګېدل
د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر، سیاسي او جهادي شخصت ډاکټر فاروق اعظم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان مخکنی حکومت بهرنیانو جوړ کړی و چې د امریکا په برید پیل شو او له لومړي سره د افغانانو خدمت لپاره نه و.
دی زیاتوي:«بوش ویلي و چې افغانستان ابادوو او یو ماسټر پلان ورته پلی کوو، خو جوبایډن څه وخت مخکې وویل چې موږ هیڅ کله افغانستان ته د ابادېدو لپاره نه وو تللي، کوم کومکونه یې چې کړي و، د دوی له تللو سره ختم شول، مثلا په میلیونونو ډالر یې انتخاباتو ته ورکړل، خو هر انتخابات تر بل انتخاباتو وروسته د شرم وړ و، تاسو به ټوله دنیا کې نه وي لیدلي چې دوه رییس جمهوران دې په عین وخت کې د یوه دېوال ترمنځ لوړه کوي. په ښه حکومت او پوځ یې تر یو ټریلیونډېر ډالر ولګول، خو دا پیسې په بنیادونو ونه لګول شوې."
د ده په وینا،دامریکا جوړ کړی نظام تر ډېره طالبانو راونه پرځاوه، حکومت په خپله د نظام د لامنځته تلو لامل شو؛ ځکه بنسټونه یې سم نه واو فساد په کې ډېر و.
د هغه په وینا، د چا په لاس کې چې حکومت و، د وطن لپاره یې خدمت نه کاوه. دی د بېلګې په توګه زیاتوي چې د تېر حکومت ډېر وزیران میلیونران شول.
فاروق اعظم زیاتوي:"د مخکني حکومت چارواکو ویل چې امریکا نه وځي؛اوباما او ټرمپ وویل چې دوی وځي، خو دلته حکومت نه منله او دوی ورته خوشحاله هم نه و او نه یې د هغوی وتلو ته چمتووالی نیوه. ما به ورسره خبرې کولې چې که امریکا ووځي تاسو به څه کوئ، خو هغوی ویل امریکا نه وځي. کله چې امریکا په ټینګار وویل چې مې میاشت کې وځي نو دلته د حکومت روحیات کمزوري شول او کومې پیسې چې وې پر هغه حکومت چور جوړ کړ. دا چې نظام به دوه کاله بعد سقوط کاوه، په ضرب د څو میاشتو کې سقوط شو."
دی زیاتوي، د دوحې تړون یو بند کې د انتقالي حکومت مسئله وه خو کابل کې حکومت ورته په داسې حال کې حاضر نه و چې دلته نظام هسې په هوا ولاړ و او جنګ دومره شدید و چې د ورځې په کې ۵۰۰ کسان وژل کېدلاو مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هرڅه پوهېده.
اعظم له افغانستانه د غني وتلو ته اشاره کوي، وایي:"امریکا چې ځان وښکه، کېدای شي غني دا فکر کړی وي چې راځه ته یې هم پرېږده او په دې سره یې امریکا ته یوه ضربه ورکړه. غني یو ښه کار دا وکړ چې جنګ یې ختم کړ، د هغه په وتلو کابل له تباهۍ خلاص شو. که دی پاتې وای، نو جنګ به و؛ ځکه دلته به دی و، پوځ به و، خو افغانستان به طالبانو نیولی و. کابل به محاصره و، پر کابل به راکېټونه اورېدل..."
هغه وایي،ګومان نه کوي چې غني به قصدا هېواد پرې اېښی وي، هغه مجبوره شوی دی.
داعظم په خبره،کله داسې هم کېږي چې یو کار دې په اراده کې نه وي خوکه پېښ شي د سړي په خیر تمامیږي. دی زیاتوي د غني په اراده کې به وروستي وتل نه و خو ښه وشو چې جنګ ختم شو او په دې سره هغه "جنګ سالاران"طالبانو ته په ډاګ پرېښودل.
د هغه په وینا، مخکنی حکومت په دوحه کې په ایماندارۍ مجلس ته نه و ناست، پلاوي یې د اوربند له کولو بله اجنډا نه درلوده، له همدې امله فرصت یې له لاسه ورکړ ترڅو یو سالم انتقال شوی وي خو چې ونه شو نو ځکه فاجعه رامنځته شوه.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: / pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
/ pajhwoknews
instagram.com/pajhwok
/ pajhwok
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
# / pajhwokafghannews
Негізгі бет د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ مشر ډاکټر فاروق اعظم سره د پژواک ځانګړې مرکه
Пікірлер: 79