د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه
ننگرهار کې د اوو ولايتونو ترمنځ د پارکور سيالۍ ترسره شوې
د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اوو ولايتونو ترمنځ په درېيو عمري کټگوريو کې د پارکور سياليو ترڅنگ د دغې برخې جالبې نندارې ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د خوست، پکتيا، غور، کاپیسا، غزني، کابل او کوربه ننگرهار ولايتونو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې ننگرهار لومړی، کابل دويم او کاپيسا بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
__________
د پکتيا ولايت په مرکز گردېز ښار کې د شپږو ولايتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ د پکتيا، پکتيکا، خوست، ميدان وردګ، غزني، کابل او لوګر ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی و او موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالی ياد شوی وو.
د دغو سياليو پايلوبې ته لوګر اتلانو او خوست لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لوکر اتلانو لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۳/۰ ميدانونو پهتوپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
_________
د ميدان وردگ ولايت په ميدان ښار کې د نهو ولايتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د ميدان اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.
په دغو سياليو کې له ميدان وردگ څخه ۱۴، له کابل څخه درېيو او له کونړ، باميان، لوگر کاپيسا، لغمان، ننگرهار او غزني ولايتونو څخه يوې- يوې لوبډلې گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې ميدان اتلانو لوبډلې خپلې سيالې نرخ منتخب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به پنځه ورځې دوام وکړي.
__________
بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ کې د ۵۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې ۸ غورو ورزشکارانو د بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته لاره ومونده.
د یادو سیالیو موخه د بغلان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.
_________
د خوست په صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نيازيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د نيازيو او يعقوبيو سپين غر لوبډلو لار موندلې وه چې لومړی توپوهنه نيازيو لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان سيالې لوبډلې ته ۱۵۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سپين غر لوبډله د ياد هدف په پوره کولو ونه توانېده او په ۳۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
--------------------------------------
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ، چې دوه نېمې میاشتې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه د نوین خانقاه او استقلال لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د رستاق ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
__________
د زابل ولايت په قلات ښار کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې احمد ولي لومړی، تسل خان دويم او محب الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
----------------------------------
د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د حکيم آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د حکيم آباد او منګوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، حکيم آباد لوبډلې د لوبې پچه په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ٩٨ منډو هدف وټاکه. په مقابل کې منګوال لوبډلې يواځې ۶۸ منډې وکړې او لوبه یې د ٢٩ منډو په توپیر وبایلله.
ياده دې وي، چې دغو سیالیو شاوخوا یوه میاشت دوام وکړ.
--------------------------------
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې سيف الرحمن لومړی، سيف الله دويم او محمد حسن بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
---------------------------------------------
د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې ۴۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې د ش.ه.ید فرید لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ش.ه.ید فرید لوبډلې سیالې اریانا لوبډلې ته ۴/۰ ګولونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د قره باغ ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبډلې موندل و.
------------------------------------------------
د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د ۱۷ کلنو بسکټبال سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې یوه اوونۍ به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې چرخ فرقه لوبډلې سیالې درخشان لوبډلې ته ۶۳/۳۴ امتیازونو په توپیر ماته ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه بسکټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.
__________
او وروستی خبر دا چې
د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې د ۵۰ ورزش کارانو ترمنځ په پنځه کیلو متري واټن کې د ځغاستې شپږم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې ذاکر کوهي لومړی، احمد بلال صمدي دویم او حفیظ الله میرزايي بیا درېیم مقام خپل کړ او د یاد ولایت د ځغاستې ټاکنیزې لوبډلې ته غوره شول.
Негізгі бет د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه
Пікірлер