Paghman Bala Bagh Palace is a place of many tourists
د پغمان شنه دره او د بالاباغ تاریخي ماڼیو ننداره
د پغمان شنه دره او په ځانګړي ډول د بالاباغ تاریخي ماڼیو پارک هره ورځ د ګڼو سېلانیانو کوربه وي. دې ښکلیو تاریخي ماڼیو نندارې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه وطنوال راځي او تفریح کوي.
د پسرلي وروستۍ میاشت کې پغمان بې ساری ښکلی شوی، راغلي سېلانیان حریت نیوز ته وايي، چې بې ساری ډاډمن امنیت، پسرلنۍ ښکلاوې او د پغمان تاریخي ماڼیو ښایستونه هغه څه دي، چې دوی ډېر خوند ترې اخلي.
د بالاباغ ماڼۍ د افغاني ډبرو، لرګیو، خښتو او افغاني انجینرانو په لاس جوړې شوې دي، چې چارې یې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې پیل شوې او د امان الله خان په وخت کې پای ته رسېدلې دي.
بالاباغ دولس لویې او وړې ماڼۍ لري، چې هره یوه په ځانګړي شکل جوړه شوې ده.
د دې پارک مسؤلین وايي، چې عادي ورځو کې له ۲ زره نه تر ۳ زره پورې سېلانیان د بالاباغ ماڼیو څخه لیدنه کوي، چې ورځنی عاید داسې ورځو کې له لس زرو افغانیو څخه تر شل زرو افغانیو وي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت سره ټول افغانستان کې سرتاسري امن قایم شوی، چې ورسره د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو پام د افغانستان ښکلو سیمو او درو ته اوښتی او هر ورځ ګڼ خلک لیدنې ترې کوي.
Негізгі бет د پغمان بالا باغ ماڼۍ د ګڼو سیلانیانو دمه ځای
Пікірлер