د اریانا افغان هوايي شرکت یو ځل بیا د خوست له نړۍوال هوایي ډګره اماراتو ته الوتنې پیل کړې
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د اریانا افغان هوایي شرکت یو ځل بیا د خوست له نړۍوال هوایي ډګره متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل کړې.
دغه هوايي شرکت نن (د سلواغې ۶مه) د متحده عربي اماراتو له العين ښاره لومړی کابل او بیا له کابله د خوست ملکي نړۍوال هوايي ډګر ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
د افغانستان ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امامالدين احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې وروسته به د اريانا افغان هوايي شرکت د هرې جمعې او دوشنبې ورځو کې له خوسته متحده عربي اماراتو ته الوتنې ولري.
هغه زیاته کړه: «دا د خوست ولس او په ټوله کې د لويې پکتيا لپاره ښه زيری دی، دوی کولی چې په رياض او نورو عربي هېوادونو کې مېشت خوستوال د کابل له لارې خوست ته سفر وکړي.»
#اریانا_ افغان
#هوايي_ شرکت
#یو_ ځل بیا
#خوست
#نړۍوال
#هوایي_ ډګره
#اماراتو
#ته
#الوتنې
#پیل_ کړې
Негізгі бет د اریانا افغان هوايي شرکت یو ځل بیا د خوست له نړۍوال هوایي ډګره اماراتو ته الوتنې پیل کړې
Пікірлер: 13