ملا اذان کوي او زه سهار سندري وايم
احساس او روح مي دي زخمي مګر سندري وايم
زه د بایللي جنګ اسباب راټولوم لګيا يم
وشازلمو ته د مضبوط سنګر سندري وايم
کله نا کله مي په ځان د ليوني ګومان شي
چي پکتيکا ته د مظلوم خیبر سندري وايم
بدن چي دوه ټوټي شي ژوند بيخي امکان نه لري
ديداره! ځکه دا د لر او بر سندري وايم
- دیدار وزیر
Негізгі бет Ijaz Ufaq - Ehsas Aw Roh May De Zakhmi Magar Sandaray Wayam
Пікірлер: 4