kunar Afghanistan
کونړ اسعداباد چاپيريال رياست لخوا په يو هوټل چاپه
/کونړ افغانستان
#kunar
#afghanistan
#هوټل
#چاپه
#چاپيريال
#ساتنی
#رياست
کونړ د چاپېریال ساتنې ریاست د ارزونې، کنټرول او تفتیش ګډ هیئت ګزارش.
سه شنبه: ۱۴۴۵/۶/۲۷ نیټه
د دې رياست د ارزونې، کنترول او تفتیش ګډ هیئت د رئیس صاحب ډاکتر محمدالرحمن صابر په ملتیاد اسعداباد ښار اړوند د(۱)سوپر شینواري په نوم د هوټل فعالیت چارې بررسي او هر اړخیز نظارت ترسره کړه.
د یاد نظارت په نتیجه کې چې د(کونړ ټي وي خبریالانو په شتون کې ترسره شو).
۱- د نوموړي هوټل د اشفزخانې ټول وسائیل او چارې له نږدې وکتل شؤ، چې اړوند وسائیل او غذا یې د چاپېریالي تخنیکي او مسلکي رهنمود مطابق معیاري او باکیفیته وو.
۲- چاپېریالي حفظ الصحه او پاکوالې یې مراعت کړې ؤ.
۳- د هوا ککړتیا مقررې (۱۴)مادې د(۲) بند مطابق یې ۱۰% فیصده ساحه چمن کاري او شنه کړې وه.
۴- همدارنګه ښه معیاري مسجد او د موټرو لپاره یې پارګینګ او نور سهولتونه په نوموړي هوټل کې موجود ؤ، په مجموع کې یې ټولې چارې د چاپېریالي اصولو سره برابرې وې، چاپېریالي اجازه لیک يې درلوده چې په پايې کې ددې ریاست رئیس ډاکترمحمد الرحمن صابر د یاد هوټل له مالک حنیف الله څخه د چاپېریالي اصولو مراعتولو او معیاري خدماتو وړاندې کولو مننه او ستاینه وکړه او په اینده کې یې ورته دلا ښه خدمت کولو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، تر څو یو سمسور چاپېریال د را تلوونکو نسلونو لپاره ولرو.
Негізгі бет Автокөліктер мен көлік құралдары Kunar Afghanistan / کونړ اسعداباد چاپيريال رياست لخوا په يو هوټل چاپه /کونړ افغانستان
Пікірлер: 15