مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، ا.ا به په ورته غونډو کې ګډون کوي Afghanistan's stance acknowledged in the Doha meeting, IEA will continue participating in such gatherings
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د چنګاښ مياشتې په لسمه او یوولسمه، د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوي او د شاوخوا دېرشو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیالې رزماري اېنډيکارلو کوله.
له یادې ناستې وروسته، ذبیحالله مجاهد نن په کابل کې خبريالانو ته وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډونوالو هېوادونو د اسلامي امارت پرمختګونه ومنل.
Негізгі бет مجاهد: دوحه کې د افغانستان دریځ ومنل شو، ا.ا به په ورته غونډو کې ګډون کوي
Пікірлер: 1