ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو یې تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، پکې ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له ډلې یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د ۷ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس - فاریاب لویې لارې د دوهمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.
@News
@
#مدیریت
Негізгі бет ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې.
Пікірлер