دغه تېره میاشت، د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ پر تمباکو د ماليې لوړولو پرېکړه چې دوی د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال بودیجه کې یاده کړې وه بېرته واخیسته. ایالتي حکومت لومړی ویلي و چې پر یو کیلوګرام تمباکو به ۵۰ روپۍ مالیه اخلي. خو پرېکړه چې بدله شوه اوس باید کروندګر پر یوه کیلوګرام پنځه ویشت روپۍ مالیه ورکړي. پخوا دغه مالیه یوازې شپږ روپۍ وه. پاکستان کې پر تمباکو دوه ځله باید مالیه ورکړل شي. اول یې ایالتي حکومت ته ځي او دویمه یې فدرالي حکومت ته. پاکستان له اقتصادي بحرانه تېرېږي، د نړیوالو پوروړی دی او نړیوال وجهي صندوق یادوي چې د مالیو د لوړېدو غوښتنه ترې کوي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
KZitem: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Негізгі бет پښتونخوا کې پر تمباکو مالیه بېرته ټیټه شوه - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت
Пікірлер: 7