تبله: قیس نواز
Tabla: Qais Nawaz
نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي
جلوه گر به په کوم هټ په کوم دکان وي
شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي
کوم دکان به يې د خولې د درو کان وي
په ډيوه به يې د مخ څوک پتنگان وي
همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي
ولې نه چوې له دې غمه زما دله
چې دې واورېده ديار د تلو بدله
**
نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک
چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک
نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک
چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک
يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک
يا يې وکا دبل کار سر و سامان څوک
چې له هسې غمه نه مرم، ژوندی پايم
تو زما په محبت شه بې وفا يم
**
خود په خود به وي ولاړ ستړی ستومان
خسته دل په خسمانه د آب و نان
ارزان وست به له ناکامه پيري گران
قيمتي ياقوت به پلوري رايگان
د بې قدره جوهريانو په دکان
له دې غمه آه افسوس ارمان ارمان
راکړی خدای په دا گړۍ پر د همت
چې حاضر شوای د بېکسو په خدمت
**
گوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې
که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې
کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې
د سړي مهر به غواړي په پېرو کې
نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې
که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې
دا کوم شرم دی، کوم ننگ په محبت کې
چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې
**
خوب به نه ورځي له ډېرې ستومانۍ
بوږنوي به يې د ملو بدگمانۍ
نه به وړاندې ځي په زور په شادمانۍ
نه به بېرته شي راتلای له پښېمانۍ
د هر سپي به په اميد د امانۍ
چپړوسي کا دنمړۍ په مهمانۍ
چې دې يار پيڅي دا هسې نرمه گرمه
ته په کومه حيا روغ گرځې بې شرمه
**
په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي
د زړه غم يې غولېدلی وي که نه وي
فراغت به يې پسندلی وي که نه وي
چا به حال ترې پوښتېدلی وي که نه وي
کټ پوزی به يې موندلی وي که نه وي
غونچه وار به موسېدلی وي که نه وي
نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې
چې همدم نه شوم د يار په دا خوارۍ کې
**
دم وخود به وي ولاړ د غم له گوټه
پرانتی به چا ته نه شي د زړه غوټه
پرې به وي هره متاع د هوس تروټه
اوبه کېږي به له غمه لکه لوټه
د اخلاص مزه به نه مومي له پوټه
آه افسوس به وي ورپاتې له دې لوټه
که دې مينه وي ريښتيا له دې رموزه
سر تر پايه شنه لمبه شه شنه ډډوزه
**
لا به نه وي ويده شوی بيا به ويښ شي
که هر څو يې زړه په خوب پسې مېښ مېښ شي
هيڅ به نه مومي کابو کاروان به لېښ شي
لاعلاج به د ناکام په لاس راکېښ شي
که يې سل خواړه د حسن په گواښ گېښ شي
دم قدم به لکه بند د گني زبېښ شي
يار په دا رنگه بې خوبه بې آرامه
ته په دا رنگه بې غم نمک حرامه
**
په مزله به يې سبا گوره څوک مله وي
نه پوهېړم چې به ساد وي که به غله وي
په څه شان به شکسته زهير په زړه وي
له تغمې به يې د زړه، نغمه په خوله وي
دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي
رانجه کړې به يې چا خاورې د پله وي
سزاوار د هر ستم، د هر پېغور يم
چې مې يار په سفر تللی، زه په کور يم
**
په څه شان به شکسته درومي په لارې
په گردونو الوده سپينې رخسارې
زړه په خار د بېکسۍ پارې پارې
ابلې به يې وهي د وينو دارې
نه به وي هسې هندو مسلمان بارې
چې يې وکا دلاسا د يوې چارې
نه مې شرم شته نه درم په حساب کې
چې له يار سره لاړ نه شوم په رکاب کې
**
که هر څو په غړيو غړند په پښو شل وای
په سينه پسې څکېدی د اشنا مل وای
درست د غم په خنډ و خار سره څول څول وای
د هر چا په دا پېغور ملامت غل وای
راپېښ شوی هر نقصان و هر ذلل وای
خو له يار سره مې کړی دا مزل وای
چې ترې پاتې شوم ريښتينی عاشق نه يم
سر تر پايه دروغجن يم، صادق نه يم
**
يا له ياره سره تللی په سفر وای
په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وای
يا يې مړ د بېلتانه له غمه زر وای
يا په دواړو سترگو ټپ ړوند په نظر وای
که دا نه کېدای هرگزه معتذر وای
خود په خود مې ځان وهلی په خنجر وای
هسې پاتې شوم په يار پسې مخ توری
په جرگه د عاشقانو کې کوز گوری
دا څه مينه، محبت، څه عاشقي ده
دا څه پت، څه مروت، څه صادقي ده
**
دم قدم دغه بازي، منافقي ده
په مذهب دعاشقانو فاسقي ده
سراسر ناقابلي، نالايقي ده
په ذمه مې د سنگسار گناه باقي ده
**
چې مې يار په سفر تللی زه په کور يم
گويا مخ په تبۍ تور او په خره سور يم
چې مې يار په هند بارات زه په خپل کور يم
نه له غمه پسې مړ نه کر او کور يم
نه بې هوښه، نه پښې يبلې، نه سرتور يم
خواړه خورمه، اوبه څښم، په خندا خور يم
د يار يار، د خپلو خپل، د ورونو ورور يم
لکه ومه هغه شان په خپل انځور يم
د حميد دا زنده گي شرمنده گي ده
که يې مړ کا، عزراييل ته بنده گي ده
عبدالحميد ماشوخېل
Негізгі бет Naser Sharif (Nen Ba Shpa Zema ناصر شریف (نن به شپه زما د یار په کوم مکان وی؟
Пікірлер: 8