نظم
سترګی مزیداری او سپین مخ لری روښانه
وایه دکنعـان خو چیرته نه یی طالب جانه
سپین لری لباس سم مزیدار پکی ښکاریږی
ځارشم طالب جانه لکـه لمـر داسی ځلیږی
یی سم په ښکلا کی ده یوسف دخــانـدانه
رخساردی عجیبه دی قدم اخلی ته په ناز
کامیاب اوسی طالبه رب لره دی سرفـراز
تـازه تـازه ښکاریږی دګـلاب دګـل په شانه
لاسکی دی قران وی اوپه سرباندی روماله
ښکاری طالب جانه لکه شپو کی بل مشاله
الله دی راته ساته بد نـظر نه پـه ما ګرانـه
ګدی ورتـه په میـنه ملائک خپـل وزرونـه
اخلی مدرسی په لور طالب چی قدمونـه
بیشـکه لوړ مقـام الله درکـړی دی بیـشانـه
ماشاهدالله عاجز دا شعـر چی لیکلی دی
ډیرپه مینه دی کی طالبانوصفت شوی دی
ډیر یی حسندار طالبه ځارشـمـه له تـانـه
23/08/2024
Негізгі бет New Nazam// ٹولو طالبانو تہ ڈالے // نوے خوندور نظم // سپیشل د طالبانو دپارہ //Faisal Fani & Salman
Пікірлер: 26