پاکستان لا هم د سلګونه زره افغان کډوالو کوربه دی. تېرو دريو کلونو کې دغه هېواد کې د افغان کډوالو استوګنه هسکو ټيټو او سختيو سره مخامخ شوې ده. د حقونو ټولنو او نړيوال فشار سره پاکستان دا تېر جولای پر دې سلا شو، هغو ۱،۴۵ ميليون افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو موده يو کال نوره هم وغځوي، چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې، يو اېن اېچ سي ار له خوا د نومليکنې پېژندپاڼې ورکړل شوې دي. د بښنې نړيوالې ټولنې د دغه ګام هر کلی کړی، خو ويل يې، د پاتې کېدو حق دې ټولو هغو افغانانو ته ورکړي چې دا مهال پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسېږي. د تېر کال له سپتمبره د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور له مخې نژدې ۶۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه، افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
KZitem: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Негізгі бет پاکستان کې د افغان کډوالو حال، ګڼ شمېر یې له کراچۍ افغانستان ته ستانه شوي - بي بي سي
Пікірлер: 1