پکتيا کې لسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د پکتيا د پوهنې رياست وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۰۶ میلیون افغانیو په لګښت لسو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
يادو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې د روحاني بابا ولسوالۍ د منګلخېلو کلي د لومړني ښوونځي له ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
په دغو مراسمو کې د پکتيا پوهنې رييس مولوي عبدالقيوم فاروقي وويل چې د ښوونځیو دغه ودانۍ په نهو ولسواليو کې جوړېږي او ۱۰۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځیو جوړولو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یادې ودانۍ په یوه پوړ کې جوړیږي چې هر یوه به شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، تشنابونه او نور اړین ملحقات ولري.
دغه راز، د روحاني بابا ولسوالۍ مرستيال خيلالرحمن خوشبخت وويل چې په دې ولسوالۍ کې پنځه نور ښوونځي هم ودانۍ نه لري.
Негізгі бет پکتيا کې لسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړيږي
Пікірлер