د خېبر د سيمې ډېر نوموړې زلمې او روشن فکره شاعر
ښاغلي صدیق چراغ آفریدی صېب ډېره په زړه پورې غزل
د ملګرو سره ئې شريک کړئ. مننه.
ګوره دښمن هم داسې نه کوي وژنه په اور
لکه زما دې کوزه کیښوده څرمنه په اور
په یو سړي پورې له ما ټوله دنیا هیره وه
نوره په سپږه پورې نه سیزم بړستنه په اور
د خواهشاتو د تنور نه نور راژغورمه ځان
د مرګ د پسه مې پیرزو نه یې بدنه په اور
څه د ډالرو او بارودو لوبه بیا ګرمه ده
څه لوغړن کړې تور مغل زما وطنه په اور
پښتانه دلته په دنیا په ا ور وریته پاخه دي
هلته یې مه سیزه زما لویه څښتنه په اور
واورین موسم دے څه د مئیو سرور تاؤ راکړے
بهر راځه سړیه څه کوې د ننه په اور
ګیله د چا اوکړم چراغه چې لمبې کؤمه
چې ما په خپله غوړولې ده لمنه په اور
صدیق چراغ افریدے
============================================
Feel free to contact
saqibafridai@gmail.com
Subscribe us:
/ saqibafridai
Follow us:
/ saqibafridai
/ yoonnews.com.pk
/ saqibafridai
/ saqib-afridai-6b26a6122
/ rjsaqibafridai
/ saqib-afridai
------------------------------------------------------------------------------------
#pashtoghazal #viral #vlog #saqibafridai #dawisalmazigar #imrankhan
Негізгі бет Pashto Best Ghazal 2023 | Chiragh Afridi | Saqib Afridai
Пікірлер: 4