په فرانسه کې د ټېلېګرام مشر لا هم په دغه هېواد کې تر رسمي پلټنې لاندې دی او له دغه هېواده وتلای نه شي. د پاریس څارنوالان وایي، په روسیه کې زېږېدلی ۳۹ کلن پاول ډوروف اوس مهال تر توقیف نه بلکه تر قضایي څارنې لاندې دی - او دی باید ۵ اعشاریه ۶ میلیونه ډالر په ضمانت کې ورکړي.
ښاغلي ډوروف یوازنۍ مشر نه دی چې له قانون سره په ټکر کې راځي - د ایکس یا پخواني تویټر مشر ایلن ماسک هم د نړۍ په یو نه یو ګوټ کې له حکومتونو سره سر په سر وي - پرون د برازیل محکمې وویل، په دغه هېواد کې پر ایکس بندیز غځول کېږي ځکه سترې محکمې غوښتنه کړې وه چې دوی باید په برازیل کې خپل نوی استازی وټاکي
ورځو اوس هم د ډرونونو یا بې پېلوټه الوتکو ټېکنالوژۍ ته - ایا په نړۍ کې به یې د ځنګلیزو اورونو مخه نیولې وي؟
د اوړې پای اوونیو کې د اروپا په ځینو برخو کې لوی ځنګلیز اورونه بل شوي وه چې په زرګونو خلک یې د خپلو مېنو پرېښوولو ته اړل کړ او د یونان به مادېرا سیمه کې یې پراخه وېجاړي را منځ ته کړه - په اوړي کې د ګرمۍ څپې دوامداره شوي ځکه خو کارپوهان غوړاي دې ستونزې ته نوي لارې چارې ومومي - د بي بي سي خبریاله هریت برادشاو د اوروژنې له ډلې فعالیتونو لیدو ته ورغلې وه
دا خپرونه کریمې نعیمي چمتو کړې او وړاندې کوي
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: www.youtube.co...
technology #
KZitem: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Негізгі бет ټېکنالوژي: په فرانسه کې د ټېلېګرام مشر لا هم په دغه هېواد کې تر رسمي پلټنې لاندې دی
Пікірлер